اروپایي ټولنې د کډوالۍ او پناه غوښتنې په قوانینو کې مهم بدلونونه ومنل

د اروپایي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې پرون چهارشنبې له کلونو بحثونو وروسته د کډوالۍ او پناه غوښتنې په قوانینو کې مهم بدلونونه ومنل.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اروپا پارلمان د لسو رایو په ترلاسه کولو سره په قوانینو کې دغه بدلونونه راوستي دي.

د دغو بدلونونو پر بنسټ به د اروپايي ټولنې پر پولو کنټرول سخت شي او د کډوالو د ستنولو بهیر به هم ورسره چټکتیا ومومي.

د دغو نویو سمونونو پر بنسټ به د پناه غوښتنې د هغو قضیو ارزونه هم چټکه شي چې د منل کېدو شونتیا یې کمه وي.

سمونونو کې دا لارښوونه هم شوې چې د یوه کډوال د پناه غوښتنې قضیه دې په ۱۲ اوونیو کې وروستۍ شي.

په نویو سمونونو کې راغلي، هغه کډوال چې نه منل کېږي د همدې ۱۲ اوونیو په اوږدو کې به خپلو هېوادونو ته په زوره استول کیږي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، ۲۲خیریه بنسټونو بیا په یوه ګډه اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د دې سمونونو په اړه ویلي چې دا نوی قوانین د خوندیتوب په لټه د خلکو د ستونزو دوامداره حل لار نه وړاندې کوي او د لا کړکېچونو سبب به شي.

د بښنې نړیوال سازمان بیا ویلي، دا قوانین به له بشري حقونو سرغړونو ته لار برابره کړي.