یو امریکایي چارواکی: زموږ د مالیه ورکوونکو پیسې د بې وزلو افغانانو پر ځای د طالبانو او ملګرو جیبونو ته یې ځي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال

یو امریکايي چارواکی وايي، د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې بې وزلو افغانان ته نه؛ بلکې د طالبانو او د هغوی د متحدینو جیبونو ته ځي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال د چهارشنبې په ورځ د امریکا د نړیوالې مرستندویه ادارې(USAID) له مشرې سمانتا پاور سره په یوې کتنې کې ویلي، د امریکا بشري مرستې بې وزلو افغانانو؛ په ځانګړې توګه ښځو او ماشومان ته نه رسیږي، او پوهیږو چې دا مرستې د طالبانو جیبونو ته ځي.

په دې کتنه کې مېرمن پاور په بېلابېلو هیوادونو کې د امریکا د بشري مرستو د اغېزناکتوب په اړه خبرې کولې.

مک کال دا هم ویلي: "افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره ترټولو ځورونکی رژیم لري."

امریکا په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

په کتنه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري مرستو څخه د ناوړه استفادي په اړه هم خبرې شوې دي.

له دې وړاندې هم یو شمېر راپورونو کې ادعا شوې چې طالبان د نړیوالو مرستې بې وزلو افغانانو ته نه؛ بلکې په خپلو کې سره وېشي، خو دوی دا ادعاوې رد کړې دي.