د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان د نړیوالو د نه حساب له امله د ښځو خلاف زړور شوي

د بشري حقونو د څار سازمان

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو ځکه پرله پسې د بندیزونو لګولو پالېسۍ ته مخه کړې، چې نړیوالې ټولنې ورسره حساب نه دی کړی.

دا خبرې، د څار سازمان د ښځو د حقونو مرستیالې څېړونکې، سحر فطرت په هغه ویډیو پیغام کړي چې نن د دې سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار پر خپلې ایکس پاڼې(پخواني ټویټر) خپره کړې ده.

سحر فطرت په دې ویډیو پیغام کې وايي،­"له دوه نیمو کلونو سیسټماټیک ناوړه چلند وروسته چې طالبانو د ملګرو ملتونو او اړونده دولتونو له خوا له حساب ورکونې سره مخ نه شول، دې چارې طالبان د ښځو په نښه کولو کې لا زړور کړل چې اوس په ښکاره خپلې کړنې اعلانوي."

د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کوي چې حکومتونه باید طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د دغو سرغړونو په خاطر مسوول وبولي.

طالبانو له بیا واکنمیدو وروسته پر افغانو ښځو او نجونو د زده کړو او کار له بندیزونو سربیره، ښځې له ورزشي کلبونو، عمومي حمانونو او تفریحي پارکونو ته له تګ راګرځولې دي.