د حماس د لوړپوړي مشر اسماعیل هنیه د کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

د حماس لوړپوړی سیاسي مشر اسماعیل هنیه

د اسراییل هوایي بریدونو په غزه کې د حماس د لوړپوړي سیاسي مشر اسماعیل هنیه درې زامن وژلي دي.

دا خبره اسراییلي پوځ او د حماس سخت دریځې ډلې چې اروپایي ټولنه او امریکا یې د ترهګرو په توګه پېژني، اړوندو رسنیو تایید کړې ده.

د اسراییل پوځ پرون چهارشنبه د جزیاتو له ورکولو پرته ویلي چې دغو کسانو په غزه کې جنګي فعالیتونه کول.

د هنیه د زامنو نومونه هازم، امیر او محمد یاد شوي او دوی باندې برید د غزې شاتي په نوم د کډوالو په یوه کمپ کې شوی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د حماس په حواله ویلي چې د اسراییل په دغه برید کې د اسماعیل هنیه درې لمسیانې او یو لمسی وژل شوي دي.

خپله هنیه له الجزیزې خبري شبکې سره په مرکه کې دا خبر تایید کړی دی او ویلې یې دي، دا پېښه به دوی تر فشار لاندې را نه ولي او په خبره یې د اوربند په تړاو خبرو کې به د دوی د موقف پر بدلون هم اغېز ونه کړي.