لسګونو نړیوالو سازمانونو ایران کې د اعدام بهیر د ودرولو لپاره کمپاین پيل کړی

ارشیف

د بشري حقونو د دفاع تر ۸۰ ډېرو نړیوالو او ایراني بنسټونو غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو له جرمونو او مخدرو موادو سره د مبارزې دفتر دې له ایران سره همکارۍ مشروطه کړي.

دوی ویلي چې له ایران سره دې یوازې په هغه صورت کې همکاري دوام وکړي چې دا هېواد د مخدرو موادو په تړاو اعدامونه ودروي.

دوی اعلان کړی چې په دې اړه یې یو نړیوال کمپاین پیل کړی دی.

د بشري حقونو د دفاع بنسټونو په خپل ګډ بیان کې چې پرون (چهارشنبې) یې خپور کړ، ویلي: په ایران کې د مخدرو موادو په تور د اعدامونو په وړاندې په نړۍ کې لازم او مناسب غبرګون نه دی ښودل شوی او رسنیو هم پر دغو اعدامونو، چې هره ورځ کېږي، خوله پټه کړې ده.

د بشري حقونو د دفاع بنسټونو همداراز ویلي چې د اعدامونو په وړاندې چوپتیا سبب شوې چې په ایران کې د درې کاله پخوا پرتله د مخدرو موادو د جرمونو په خاطر اعدامونه ۱۸ برابره ډېر شي.

د دوی په وینا، په ایران کې اکثره اعدام شوي کسان کردان او بلوڅان دي.