ملګري ملتونه: د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې د وچکالۍ اټکل شوی

بامیان - ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم اداره، اوچا وايي، احتمال شته چې سږ کال د افغانستان یو شمېر مرکزي ولایتونه له وچکالۍ سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا رتوالي په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان مرکزي ولایتونه له سخت بحران سره مخامخ ښکاري او ښايي د پر له پسې درېیم کال په مخه د وچکالۍ له اغېزو سره مخامخ شي.

د ښاغلي رتواتي په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ په نوومبر میاشت کې د مرکزي ولایتونو لوړې برخې په تېره بیا دایکنډي او بامیان ولایتونه له وچکالۍ څخه زیانمن شوي دي.