یوه ایراني مقام افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه له ایراني زعفرانو په ناسمې استفادې تورن کړل

هرات کې د زعفرانو تولید

د ایران د زعفرانو د ملي شورا منشي وايي چې د افغانستان په شمول نور هېوادونه ایراني زعفران په خپل نوم صادروي.

فرشید منوچهري د ایران ایلنا خبري اژانس ته پرون (چهارشنبې) وویل، د ایران سیالان ایراني زعفران اخلي او د خپل هېواد په نامه یې نړیوالو بازارونو ته صادروي.

د ده په وینا، د ایران ډېر زعفران متحده عربي اماراتو، چین، هسپانیا، افغانستان او قطر ته صادر شوي او دا هېوادونه په زعفرانو کې د ایران سیالان دي.

ده د مثال په توګه د افغانستان یادونه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې زعفران دومره مصرفیږي نه؛ بلکې دا هېواد ایراني زعفران نورو هېوادونو ته په خپل نوم صادروي.

دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د زعفرانو یو شمېر کاروباریانو ویلي و چې ایران په نړۍ کې د افغانستان د زعفرانو د شهرت د کمولو لپاره بې کیفیته زعفران افغانستان ته رالیږي څو په نړۍ کې د افغانستان د زعفرانو شهرت ته زیان واوړي.