له ۴ میلیونو زیاتو افغان کډوالو له هېواده بهر پرون د اختر ورځ پیل کړه

ایران کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمیشنرۍ پرون (چهارشنبې) د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې وویل، ډېر شمېر کډوال به نن ورځ د نړۍ په بیلابیلو برخو کې له خپلو اصلي مېنو او خپلو عزیزانو لېرې اختر کوي او دوی د دغو کسانو زغم ته درناوی کوي او په یاد یې ساتي.

دې کمیشنري ویلي چې حاضردمه ۴ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانان کډوال دي چې لویه برخه یې په ایران او پاکستان کې اوسي.

د کډوالو لویې کمیشنرۍ یو وار بیا ټینګار کړی چې کډوال د دې مستحق دي چې نړیوال پام ورته واړوي.