د بې اسنادو افغان کډوالو په ایستو د ایراني چارواکو بیا ځلي ټینګار

ایران کې د افغان کډوالو یو اعتراضي تصویر - ارشیف

د ایران د رضوي خراسان ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې عمومي رييس پرون (چهارشنبې) وویل چې د بې اسناده افغان کډوالو په ستنولو کې جدي دی.

حسین شرافتي راد دا خبره یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې د ایران د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې له افغان کډوالو وغوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي او ودان یې کړي.

د ایران د دولتي خبري اژانس، ایرنا د راپور له مخې، شرافتي راد وویل، غیرقانوني افغان کډوال نیول کېږي او افغانستان ته استول کېږي.

د ده د ادارې پر اساس، یوازې د رضوي خراسان ولایت په مرکز مشهد ښار کې شاوخوا ۴۰۰ زره کارت لرونکي او ۲۰۰ زره بې اسناده افغان کډوال اوسي.

د ښاغلي شرافتي راد تر څرګندونو یوه ورځ وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په مسلسل ډول به بې جوازه بهرني اتباع د اړوندو ادارو له لوري خپل هېواد ته وګرځول شي. نور په ایران کې د افغانانو د منلو امکان نه شته.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ویلي:"دا بیان د افغانستان دښمنۍ د رامنځته کولو لپاره د ځینو سایټونو د هڅو په ځواب کې صادر شوی دی."

دغه وزارت د دې موضوع جزییات نه دي څرګند کړي. معلومه نه ده چې منظور یې کوم سایټونه دي چې غواړي په ایران کې افغانستان دښمنۍ ته لمن ووهي.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د تهران ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې عمومي ريیس احسان حیدري رسنیو ته ویلي و چې بې اسناده کډوالو ته هیڅ راز رفاهي اسانتیاوې نه ورکول کېږي او باید له هیواده وایستل شي.

ښاغلي حیدري همداراز ویلي:"د تهران ولایت د بهرنیو اتباعو د ادارې د پرېکړې پر اساس، که چا بې اسنادو بهرنیو اتباعو ته کار ورکړی وي، د قانون له مخې له دواړو سره چلند کېږي."

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، په ایران او پاکستان کې حاضردمه ۴ میلیونه او ۸۰۰ زره افغان کډوال اوسي.

د دغو کډوالو په منځ کې شاوخوا یو میلیون د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته ایران ته تللي دي.

ایران او پاکستان په وروستیو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي دي.