د ایران په جنوب ختیځ ولایت سیستان بلوچستان کې له جیش العدل وسله والې ډلې سره د نښتې پر مهال د ایران لږ تر لږه پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د ایران دولتي اژانس، ایرنا پرون راپور ورکړ چې د پنځو وژل شویو افسرانو ترڅنګ یو شمېر ټپیان شوي دي.
د همدې اژانس په وینا، جیش العدل د دې برید مسوولیت منلی دی.
د ایران بلوچ فعالانو په ټیلګرام کې لیکلي دي چې د سیب او سوران په ښارونو کې یې وروسته تر دې له امنیتي ځواکونو سره نښته وشوه چې پر درې پوځي ګاډو یې حمله وکړه.
تسنیم خبرې اژانس چې د ایران سپاه پاسدران وسله والو ته نژدې دی، د وژل شویو افسرانو شمېر شپږ یادوي.
سیب او سوران د پاکستان پولي ته څېرمه پراته ښارونه دي.