د هرات په زلزلو کې ویجاړ شوي سلګونه ښوونځي لا هم نه دي رغول شوي

په هرات کې د تېر میلادي کال په اکټوبر کې پرله‌پسې زلزلو درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

د هرات د تېر کال په زلزلو کې ویجاړ شوي سلګونه ښوونځي لا هم نه دي رغول شوي او زده کوونکي یې تر خیمو او کانټینرونو لاندې زده کړې کوي.

فرانس پرېس خبري اژانس نن په خپل راپور کې په زنده جان ولسوالۍ کې د نایب رفیع په لومړني ښوونځي کې د نجونو او هلکانو زده کوونکو کیسې رااخیستي چې د تعلیم د دوام غوښتنه یې کړې.

اژانس لیکلي، د هرات د لومړنیو ښوونځیو نجونې زده کوونکې هڅه کوي چې د طالبانو د بندیز کچې ته تر رسېدو مخکې ډېر څه زده کړي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو په حواله ویل شوي چې د هرات د تېر اکټوبر میاشتې په درېیو زلزلو کې ۳۰۰ ښوونځي ویجاړ شوي چې رغول شوي نه دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند او وروسته یې پوهنتونونه هم ور وتړل.

ملګري ملتونه وایي، د هرات زلزلو د خلکو تر عمومي ژوند وروسته په دویمه درجه کې تعلیمي سکتور ډېر اغیزمن کړی دی.