اسراییل په مستقیم ډول پر ایران د برید ګواښ وکړ

د ایران او اسراییلو بیرغونه

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګواښ کړی که د ایران له خاورې پر دوی برید وشي، دوی به هم په مستقیم ډول پر ایران حمله وکړي.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کټز دغه څرګندونې نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کړي.

کټز دغه ګواښ وروسته تر هغه کوي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي نن یوځل بیا وویل چې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د اسراییل د برید غچ به اخلي.

په هغه برید کې چې د اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه وشو د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د ۷ غړو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول.

ایران د دغه برید پړه چې ورسره د کونسلګرۍ ودانۍ یومخ ویجاړه شوه، پر اسراییل اچوي، خو اسراییل نه ده منلې چې برید دې دوی کړی وي.