ګوټېرېش په غزه، سوډان او یو شمېر نورو سیمو کې پر روانو جګړو خواشیني څرګنده کړې

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په غزه، سوډان او یو شمېر نورو سیمو کې پر روانو جګړو خواشیني څرګنده کړې ده.

ګوټېرېش پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر دغه څرګندونې د نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ په پار په یوه پیغام کې کړي دي.

ګوټېرېش ویلي، په جګړه ځپلو سیمو کې به ډېر مسلمانان په مناسبه توګه اختر ونه شي نمانځلی.

په غزه کې له تېرو څه باندې شپږو میاشتو راهیسې د اسراییلو او حماس ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي جګړه روانه ده.

په دې جګړه کې د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا، شاوخوا ۳۳ زره ملکي کسان وژل شوي دي.

په سوډان کې بیا د پوځ د خپلمنځیو جګړو له کبله چې د واک پر سر پیل شوي شاوخوا ۱۵ زره کسان وژل شوي او ۳۳ زره نور ټپیان شوي دي.