د طالبانو تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې د اختر د لمانځه مراسم ترسره شول

ارشیف: په کابل کې د اختر د لمانځه یو انځور

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې د کوچني اختر د لمانځه مراسم ترسره شول.

تراوسه د افغانستان له هیڅ کومې سیمې د کومې امنیتي پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د کندهار په عیدګاه جومات کې د دوی د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په امامت د اختر لمونځ ادا شو چې زرګونه کسانو په کې برخه اخیستې وه.

د کندهار عیدګاه جومات کې له څو ورځې وړاندې امنیتي تدابیر جدي وو او د راپورونو له مخې شاوخوا یې سیمنټې دېوالونه هم درول شوي دي.

بل لورته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر او یوشمېر نورو لوېدیځو ډيپلوماتانو افغانانو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ د افغانانو لپاره د داسې راتلونکې هیله کړې چې حقونه او اساسۍ ازادۍ یې په کې خوندي وي.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر دغه پيغام خپور کړی او ویلې یې دي، دوی د همداسې یوې راتلونکې لپاره کار کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ بیا پر خپله ایکس پاڼه په پښتو او دري ژبو د اختر مبارکۍ پیغامونه ورکړي.

د افغانستان د تېر پرځیدلي جمهوري نظام مشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو نورو سیاستوالو د اختر مبارکۍ پيغامونه خپاره کړي.