بایډن: په غزه کې د جګړې په اړه د نتنیاهو چلند یوه تېروتنه ده

د عکس ښي لور ته د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه مرکه کې چې پرون سې شنبې خپره شوې ویلي چې په غزه کې د جګړې په اړه د اسراییل د صدراعظم بینیامین نتنیاهو چلند یوه تېروتنه ده.

دا په غزه کې د اسراییل له‌خوا د روانې جګړې پراداره کولو د بایډن یوبل انتقاد دی چې دی یې کوي.

بایډن د امریکا له یوه هسپانوۍ ژبې تلوېزیوني شبکې "یوني ویژن" سره په مرکه وویل چې دی فکر کوي هغه څه چې نتنیاهو یې کوي، یوه تېروتنه ده او زیاته یې کړه چې دی د هغه له چلند سره موافق نه‌دی.

بایډن له دې مخکې هم په غزه کې د اسرییل بریدونه بې توپیره او پوځي اقدامات یې له حده زیات بللي و.

د واشنګټن په ګډون د نړیوالو له پرله‌پسې غوښتنو سره سره چې اسراییل دې د غزې پررفح ښارګوټي چې شاوخوا یونیم میلیون وګړو په‌کې پناه اخیستې، له ځمکنیو عملیاتو څخه ډډه وکړي، د اسراییل صدراعظم پر دغو عملیاتو ټینګار کړی او هغه یې د حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني د بشپړ ځپلو لپاره مهم بللي دي.