کامرون د امریکا له جمهوریپالو د میلیاردونو ډالرو د پوځي مرستې تصویب غوښتی

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون پرون سې شنبې د امریکا له جمهوریپالو وغوښتل چې له اوکراین سره د میلیاردونو ډالرو پوځي مرسته تصویب کړي.

د کامرون دغه غوښتنه مستقیماً پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته راجع و چې نوموړي ورسره د اپرېل په اتمه ماښامنۍ وخوړه.

کامرون مخکې له دې چې واشنګټن ته لاړ شي، له ټرمپ سره یې چې د نومبر د میاشتې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جوبایډن پر وړاندې درېدلی، په فلوریډا کې د هغه په شخصي مُلک کې وکتل.

کامرون پرون سې شنبې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره په کتنه کې له ټرمپ سره کتنه شخصي وبلله، خو ویې ویل چې د جمهوریپالو دغه ستر مشر د ناټو د راتلونکې په ګډون ځینې مسایل راپورته کړي چې اکثراً هغه د متحدو ایالتونو لپاره غیرعادلانه بولي او انتقاد پرې کوي.