قزاقستان او روسیه کې سېلابونه؛ تر ۹۰زرو ډېر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي

د روسیې په جنوب کې سېلاب ځپلې سیمه

د قزاقستان په شمال او د روسیې په جنوب کې د شدیدو سېلابونو له کبله تر ۹۰زره ډېر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په وروستیو څو ورځو کې د سیندونو د مستېدو له کبله د قزاقستان په ۱۰ سیمو او د روسیې د سایبریا په لوېدیځ او اورنبورګ کې ګڼ کلي او څو ښارګي تر اوبو لاندې شوي او له دې امله د روسیې حکومت بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف دا سېلاب په تېرو ۸۰ کلونو کې یوه تر ټولو ناوړه طبیعي مصیبت بللی دی.