د اروپايي ټولنې دباندې هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د لېږلو پر پلان غور کېږي

د اروپايي ټولنې د پارلمان یو انځور

اروپايي ټولنه له دې ټولنې دباندې هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د لېږلو پر پلان غور کوي.

ټاکل شوې ده چې د اروپا پارلمان نن چهارشنبې په اروپايي ټولنه کې د پناه او کډوالۍ د قوانینو د بدلون په اړه پرېکړه وکړي.

د قانون په اصلاحي مادو کې یوه هم دا ده چې پناه غوښتونکي درېیمګړي هېواد، چې له اروپايي ټولنې دباندې وي، واستول شي.

د یورو نیوز د پروني راپور له مخې، دا اتحادیې له دې سره سره د بریتانیا په شان روانډا ته د پناه غوښتونکو د استولو پلوي نه ده.

ایټالیا مخکې لا، له البانیا سره په دې اړه یوه موافقه لاسلیک کړې او یو شمېر پناه غوښتونکي یې دغه هېواد ته لېږلي دي.

خو د اروپايي ټولنې چارواکو تراوسه پورې نه دي ویلي چې که دا پرېکړه وشوه، نو کوم هېواد ته به پناه غوښتونکي استول کېږي.