ایټالیا کې د داعش سره د اړیکو په تور د تاجکستان یو وګړی نیول شوی

د ایټالیا پولیس د عملیاتو پر مهال

د ایټالیا پولیس د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د اړیکو په تور د تاجکستان د یوه وګړي د نیول کېدو خبر ورکوي.

د ایټالوي رسنیو د راپورونو له مخې د ۳۲ کلونو په عمر دغه کس چې نوم یې الهام سیر همونزاده ښودل شوی، پرون دوشنبې له هالند څخه روم ته له رسېدو سره سم نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې نوموړی د تاجکستان د غوښتنې پر اساس نیول شوی دی.

د پولیسو په وینا، هغه د تروریزم په تړاو جرمونو په خاطر تر تعقیب لاندې و.

په بیان کې نه‌دي ویل شوي چې ایا دغه کس د تاجکستان له هغو نورو وګړو سره چې تېره میاشت په روسیه کې د یوه تروریستي برید په تړاو نیول شوي، تړاو لري که‌نه؟

د هغه خونړي برید چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی او په نتیجه کې یې له ۱۴۰ زیات کسان ووژل شول.