کرزی: که خپلواک، اباد او مترقي هېواد غواړو نجونو ته ژر باید د زده کړو دروازې پرانیزو

د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کوچیني اختر په مناسبت خلکو ته د مبارکۍ د پیغام په ترڅ کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي نن سې شنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول پکې په مساویانه توګه د اوسېدو حق لري.

هغه زیاتوي، دا د ټولو ملي وجیبه ده چې په پوره اتحاد او اتفاق او ورورگلوۍ د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره زیار وباسي او اوږه په اوږه پرمخ ولاړ شي؛ خو د هغه په خبره دا هرڅه له تعلیم او پوهې سره تړلي دي او پرته له هغه ناممکن دي.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی، که غواړو خپلواک، اباد او مترقي هېواد ولرو؛ لازمه ده چې د هېواد د بچیانو(نجونو او هلکانو) تعلیم ته اساسي او جدي پاملرنه وکړو او ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزو.

د افغانستان پخواني ولسمشر ورته غوښتنه مخکې هم په کراتو کراتو کړې، خو طالبانو تراوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د لګول شوي بندیز د لېرې کېدو لپاره کورنیو او نړیوالو غوښتنو ته هیڅ پام نه دی کړی.