ترکیه به تر هغې چې په غزه کې اوربند نه وي اعلان شوی، د اسراییل د ۵۴ بېلا بېلو کټګوریو پر صادراتو بندیز ولګوي.
د ترکیې د سوداګرۍ وزارت نن سې شنبې د دغه اعلان پر مهال داهم وویل چې دغه اقدامات به سمدستي عملي شي.
انقره د اسراییل پر صادراتو د بندیز اعلان وروسته له هغې کوي چې اسراییل یې غزې ته د هوا له لارې د مرستو رسولو په برخه کې د ګډون غوښتنه رد کړه.
د ترکیې د سوداګرۍ وزارت وویل چې په دغو بندیزونو کې به د اوسپنې او فولادو محصولات، ساختماني وسایل او محصولات، ماشینونه او نور شامل وي.