د روغتیا نړیوال سازمان: له پاکستانه خپل هېواد ته د لکونو افغانانو ستنېدل د ګوزڼ ضد هڅو ته یو ګواښ دی

خپل هېواد ته له پاکستانه یو شمېر ستانه شوي افغان کډوال - ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، له پاکستانه د شاوخوا شپږ لکه بې اسناده افغان کډوالو ستنېدا په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج د مخنیوي لاسته راوړنو ته یو ګواښ دی.

امریکا غږ د دغه سازمان په حواله پرون دوشنبه راپور ورکړی چې په راغلو افغان کډوالو کې شاوخوا دوه لکه داسې ماشومان شته چې د پولیو واکسین نه دی ورته شوی.

پولیو یا د ماشومانو فلج هغه ناروغي ده چې نوره نړۍ کې یې ریښې وچې شوي، خو افغانستان او پاکستان کې لا له منځه نه دی تللی.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه اندئښنه داسې مهال ښيي چې د دوی په باور، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ په سیمو کې د واکسیناتورانو ټیمونه خپل فعالیت کوي.

پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال له پيل راهیسې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوه په دېره بګتي او بله چمن سیمه کې ده.

افغانستان کې لا سږ کال د کومې مثبتې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.