د ایران تور؛ امریکا په سوریه کې زموږ پر قونسلګرۍ د اسراییلو برید ته شین څراغ ورکړی و

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان پر امریکا تور ولګاوه چې اسراییلو ته یې په سوریه کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید لپاره شین څراغ ورکړی دی.

د اسراییلو په دغه هوایي برید کې چې تېره اوونۍ وشو د ایران ۷ پوځي چارواکي ووژل شول.

په دغو ایراني چارواکو کې د جنرال محمد رضا زاهدي په نوم د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې لوړپوړی قومندان هم شامل و.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي چې عبدالهیان پرون دوشنبه اسراییل ته د دمشق د برید د غچ اخیستو خبرداری ورکړ.

بل لورته په لبنان کې د ایران له ملاتړه د برخمنې ډلې حزب الله مشر حسن نصرالله هم اسراییل ته د غچ اخیستنې په پار د ایران د پوځي ځواب ملاتړ کړی دی.