د ایران د الزهرا پوهنتون رئیسې د فارغو نجونو د نڅا خپرې شوې ویډیو ته توند غبرګون ښودلی

د الزهرا پوهنتون یو شمېر محصلانې - ارشیف

د ایران د الزهرا پوهنتون رئیسې خبرداری ورکړی چې د ښځینه زده کونکو د هغې ډلې په وړاندې به قانوني اقدام وکړي چې یوه ویډیو یې زیاته په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

په دې ویډیو کې ښکاري چې دوی خپل فراغت په نڅاوو او سندرو نمانځي.

په دغه ویډیو کې چې ورته ډېر پام اوښتی، د انجینرۍ شاوخوا لس محصلانې چې د فراغت جامې او خولۍ یې په سردي، له یوبل سره نڅاوې کوي او پر موټر سایکل سپریږي.

د ایران په لویدیځ بندري ښار بوشهرکې پروت د دې پوهنتون رئیسې زهرا حاجیاني وویل چې د دې پوهنتون د امنیت څانګه په دې اړه څېړنه کوي او چاچې دغه ویډیو یې اخیستې په نښه شوې او هغه به د خپل دې کار حساب ورکوي.

په ایران کې له ۱۹۸۱ کال، د اسلامي انقلاب راهیسې له ۹ کلونو پورته نجونو او ښځو ته حجاب اجباري دی، خو ډېر وختونه یو شمېر ښځو له دغو اصولو سرغړونه کړې چې د چارواکو له خوا ځپل شوې دي.