ملګري ملتونه: افغان روغتونونو کې مو ۳ میلیونه ډالره پانګونه کړې

د کابل یو روغتون - ارشیف

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، UNDP وایي، د نړیوال صندوق د بسپنې پرمټ یې د افغانستان په مختلفو برخو کې د روغتیایي جدي پاملرنې، ICU پر پیاوړي کولو نژدې درې ملیون ډالره لګولي دي.

UNDP پرون دوشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې د ICU له واحدونو سره دا مرسته د دې لپاره شوې چې ناروغانو په تېره د کوید ـ ۱۹ ناروغانولپاره د حیاتي درملنې مسله یقیني شي.

د UNDP په وینا، ICU په افغانستان کې مهم رول لوبوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د جګړو، طبیعي پېښو او د عامې روغتیا له بحرانونو څخه اغېزمنې شوي.

د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام وایي، تراوسه په افغانستان کې د روغتیایي جدیي پاملرنې خدمتونه د عامې روغتیا په سیسټم کې بشپړنه دي شامل شوي او دا د دې سبب ګرځي چې سخت ناروغان د دغو خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره اوږد واټن سفر وکړي.