د هرات زرګونه زلزله ځپلي لا هم په خېمو کې ژوند کوي

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي - ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، د هرات زلزله ځپلي په لسګونو زره کورنۍ تراوسه په خېمو یا ویجاړو کورونو کې اوسي.

اوچا پرون دوشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي، له شپږو میاشتو راهیسې چې په هرات کې درې زلزلې شوې، ۲۴زره او اته سوو کورنۍ تراوسه په خېمو یا ویجاړو سرپناوو کې اوسي چې بېړني ملاتړته اړتیا لري.

د اوچا په خبره، په هرات کې په ۸ ورځو کې درې زلزلې چې قدرت یې د ریښترپه کچه ۶،۳ درجې و، وشوې چې له امله یې څلوېښت زره کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي او ۲۷۵ زره کسان یې هم بېړنو مرستو ته اړ کړي دي.

د اوچا په وینا ،دغه زیانمن شوي کسان د خپلو کورونو د رغولو او د موقتي سرپناوو په برخو کې بېړني ملاتړته اړتیا لري.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د مهاجرت سازمان یاIOM پرون دوشنبې په خپله ایکس پاڼه کې کښلي چې ټیمونو یې تېره اوونۍ په هرات کې ۸۶۹ زره کورنیو ته نغدې پیسې ورکړي چې د ځان لپاره موقتي سرپناوې پرې برابرې کړي.