طالبانو د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره خپلو ځواکونو ته د معاشونو د جلا وېش اعلان وکړ

تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت مالیې وزارت ویلي، د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره د ټولو امنیتي ادارو د کارکوونکو معاشونه د دوی په اړوندو ادارو کې د نوي کابل بانک د څانګو له خوا ورکول کیږي.

مالیې وزارت پرون یکشنبه دغه خبر داسې مهال خپور کړی چې د تېرې مارچ میاشتې په ۲۱مه داعش په کندهار کې د نوي کابل بانک پر څانګه یوه برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل او شاوخوا پنځوس نور یې ټپیان کړل.

مالیې وزارت ویلي چې د دوی د حکومت د ملکي کارکونکو د معاشونو لپاره د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ددغه بانک څانګې فعاله دي.

مالیې وزارت دغه وضاحت نه دی ورکړی چې د ولایتونو ملکي ماموران څنګه او له کومو ځایونو خپل معاشونه ترلاسه کولای شي.

په افغانستان کې ملکي ماموران وخت نا وخت شکایت کوي چې معاشونه یې په ځنډ سره ورکول کیږي.