د طالبانو د حکومت ستره محکمه: د نن ماښام له لمانځه وروسته د اختر د اعلان په اړه غونډه او پرېکړه کوو

له ارشیفه د افغانستان د سترې محکمې تصویر

د طالبانو د حکومت ستره محکمه وایي، نن د ماښام له لمانځه وروسته د کوچني اختر د میاشتې د کره نېټې په اړه ناسته او پرېکړه کوي.

سترې محکمې په یوه بیان کې له رسنیو هم غوښتي چې خپل استازي د دغې ناستې خبري پوښښ ته ور ولېږي.

دغه پرېکړه به د سترې محکمې د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټې له ارزونو او د سپوږمۍ د لیدو له هڅو وروسته کیږي.

په افغانستان، سعودي عربستان او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې نن د روژې نهه ویشتمه ده، خو لا کره معلومات نشته چې اختر سبا دی او که بله ورځ.

د طالبانو سترې محکمې د روژې په پیل کې هم سره له دې چې سعودي عربستان د روژې میاشت لیدلې وه، روژه اعلان نه کړه، خو نیمه شپه یې چې اکثره خلک په خوب کې وو، د روژې اعلان وکړ او وې ویل، د کندهار میوند کې سپوږمۍ لیدل شوې ده.

د سعودي عربستان سترې محکمې هم د رویت هلال له کمېټې او خلکو غوښتي چې نن ماښام د سپوږمۍ د لیدلو هڅه وکړي.