ایران د چاپېریال ساتنې ۴ بندي فعالان بښلي

د چاپېریال ساتنې بندي فعالان

ایران د چاپېریال ساتنې څلورو فعالانو ته چې له ۲۰۱۶م کال راهیسې بندیان دي، عفوه کړې او ټاکل شوې خوشې شي.

دغه څلور فعالان نیلوفر بیاني، سپیده کاشاني، هومن جوکار او طاهر قدیریان په جاسوسۍ تورن شوي وو، هغه تور چې دوی رد کړی دی.

د دوی مدافع وکیل حجت کرماني پرون د دغو کسانو د عفوې خبر تایید کړ. دا څلور فعالان د «حیات وحش پارسیان» انستیتیوت له نورو غړو سره یوځای په ۲۰۱۶م کال کې نیول شوي وو.

د دغه بنسټ ګڼ غړي په تېرو کلونو کې خوشې شول او یو یې له یوه غربي هېواد سره تبادله شو.

بل تن یې تر نیول کېدو لنډ وخت وروسته مړ شو.