طالبانو د اختر په مناسبت د رخصتۍ ورځې اعلان کړې

د کابل شاه دو شمشیره جومات چې د اختر ورځو کې پراخه ګڼه ګوڼه پکې وي - ارشیف

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د میاشتې د لیدل کېدو په صورت کې له به راروانې چهارشنبې تر جمعې پورې چې د شوال المکرم له لومړۍ تر درېیمې نېټې کېږي، د کوچني اختر په مناسبت په افغانستان کې عمومي رخصتي وي.

دغه وزارت پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې تر روژې وروسته به په ادارو کار کې رسمي کار د سهار پر اتو بجو پیل او د مازیګر تر څلورو بجو دوام کوي.

که څه هم لا د کوچني اختر د لومړۍ ورځې برخلیک معلوم نه دی، خو د طالبانو د هلال کمېټې له خلکو غوښتنه کړې چې د رمضان میاشتې په پای کې د سپوږمۍ یا هلال د لیدلو په صورت کې د خپلې سیمې محکمې یا هم هلال کمېټې سره په تماس کې شي او خپله شاهدي دې وړاندې کړي.