افغان سوداګر د ایران پر چابهار بندر زیاتې سوداګرۍ ته لېواله دي

چابهار بندر- ارشیف

ایراني رسنیو پرون راپور ورکړ چې په نیمروز کې د ابرېشم پله سرحدي دروازه بېرته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

په نیمروز کې دغه لار تېره پنج شنبه د افغان موټرچلوونکو او ایراني سرحدي ساتونکو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته تړل شوې وه.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه لار پرون سهار د ایراني چارواکو د هڅو په نتیجه کې بېرته پرانیستل شوه او د تجارتي مالونو لېږد رالېږد ورباندې په عادي ډول روان دی.

تر اسلام کلا وروسته د ابرېشم پله سرحدي دروازه د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو لارو ګڼل کېږي.