غزه کې د اوربند لپاره د خبرو د نوي پړاو پیل

د غزې یو شمېر جګړه ځپلي

په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې ترهګره ډله بولي، د جګړې نن شپږ میاشتې پوره او اوومه پیل شوه.

له دې سره هممهاله، نن یکشنبې د اسراییل پوځ د خپلو هغو څلورو پوځیانو نومونه خپاره کړل چې پرون په غزه کې وژل شوي وو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو څلورو سرتېرو له وژل کېدو سره په غزه کې د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر ۶۰۴ ته ورسېد.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې څلور کومانډو یې پرون (شنبې) د اسراییل په جنوب کې وژل شوي دي.

حماس ویلي چې په خان یونس ښار کې یې پر اسراییلي ځواکونو غلچکی برید کړی و.

غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

د غزې جګړه وروسته له دې پیل شوه چې حماس د تېر کال د اکتوبر په اوومه پر اسراییل په برید کې لږترلږه ۱۲۰۰ تنه ووژل او ۲۵۰ نور یرغمل کړل.

لسګونه برمته بېرته خوشې شوي او د ځینو مړي موندل شوي دي، خو لا هم ګڼ شمېر یرغمل نه دي خوشې شوي.

په غزه کې د جګړې د اوومې میاشتې له پیلېدو سره هممهاله، لسګونو زرو اسراییلیانو په اعتراضي غونډو کې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ګوښه کېدو او د داسي یوې معاملې غوښتنه وکړه چې په نتیجه کې یې د حماس له لاسه یرغمل خوشي شي.

د بینامین نتانیاهو مخالفانو دا اعتراضونه تېره شپه په تل ابیب، یورشلم، بیرشبع، حیفا او قیصریه کې وکړل.

د اعتراض کوونکو مشرانو په خپلو ویناوو کې تر خپلې ټاکلې مودې مخکې د پارلماني انتخاباتو او د داسي شرایطو پر اړیتا ټینګار وکړ چې له کبله یې اسراییلي یرغمل خوشې شي.

په تل ابیب کې د معترضانو او پولیسو ترمنځ اخوډب وشو چې په نتیجه کې یې یو مظاهره چي ټپي او ۵ ونیول شول.

دا مظاهرې په داسي حال کې پراخې شوې چې د شنبې په ورځ د اسراییل پوځ د یوه ۴۷ کلن اسراییلي یرغمل، العاد کاتسیر د وژل کېدو خبر ورکړ.

د کاتسیر پلار د اکتوبر په حمله کې وژل شوی و او مور یې هم ۵۰ ورځې له حماس سره برمته وه.

د فلسطین اسلامي جهاد ډلې د العاد کاتسیر دوه ویدیوګانې هغه مهال خپرې کړې وې چې نوموړی لا ژوندی و.

د اسراییل د کان تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، له حماس سره د شاوخوا ۱۳۳ اسراییلي یرغملو په منځ کې اټکل کېږي چې تر سلو لږ یې لا هم ژوندي وي.