د اسراییل او حماس ډلې د جګړې نن اوومه میاشت پیل شوه

د غزې یوه څنډه

په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې ترهګره ډله بولي، د جګړې نن شپږمه میاشت پوره شوه.

له دې سره هممهاله، نن یکشنبې د اسراییل پوځ د خپلو هغو څلورو پوځیانو نومونه خپاره کړل چې پرون په غزه کې وژل شوي وو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو څلورو سرتېرو له وژل کېدو سره په غزه کې د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر ۶۰۴ ته ورسید.

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې څلور کومانډو یې پرون (شنبې) د اسراییل په جنوب کې وژل شوي دي.

حماس ویلي چې په خان یونس ښار کې یې پر اسراییلي ځواکونو غلچکی برید کړی و.