مولوي عبدالکبیر: د افغانستان له خاوره د هیڅ کوم هېواد خلاف نه کارول کیږي

د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي یو وار بیا ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (شنبې) د روژه ماتې په مېلمستیا کې وویل چې د طالبانو حکومت غواړي چې له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې ولري.

ارګ، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پر خپله ایکسپاڼه کې تېره شپه لیکلي چې د روژه ماتې په دې مېلمستیا کې په کابل کې د بهرنیو هېوادونو دیپلوماتان، د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې او اسلامي کنفرانس استازو ګډون کړی وو.

تر دې مخکې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې چې پرون شنبې یې خپور کړ، له هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتنه وکړه.