د کډوالو لویه کمیشنري: پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو پېښې بیا زیاتې شوې دي

د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي افغان کډوال - ارشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري وايي، سږ کال په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې زیاتې شوې دي.

دې کمیشنرۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په پاکستان کې ۹۴۷ افغان کډوال نیول شوي او زندان ته استول شوي دي.

د دې ادارې پر اساس، په نیول شویو کسانو کې ۷۴۶ یې بې اسناده یا هغوی چې (اي سي سي) کارتونه لري او ۲۰۱ نورو د (بي او آر) کارتونه لرل.

د کډوالو لپاره د ملګروملتو د دې کمیشنرۍ په وینا، په تېر مارچ کې د فبرورۍ پرتله په پاکستان کې ۱۲۱ سلنه ډېر کډوال نیول شوي دي.

یو این ایچ سي آر په خپل راپور کې دا هم ویلي چې په مارچ میاشت کې د قانوني یا اسناد لرونکو کډوالو د نیولو کچه څلور برابره ډېره وه.

پاکستان ویلي چې د روان اپریل له پنځلسمې څخه د لکونو نورو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلوي.