ملګري ملتونه: پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د مرستې لپاره ۶۲۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو

پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

په جنوبي اسیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري وايي چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ او ساتنې لپاره ۶۲۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د کډوالو لویې کمیشنرۍ یا UNHCR پرون (شنبه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، په دې پیسو به په ۲۰۲۴ م کال کې د څلور میلیونه او ۸۰۰ زره کډوالو او د هغو د دوه نیم میلیونه کوربنو ټولنو د غړیو مرسته وکړي.

د دې کمیشنرۍ پر اساس، لا هم په ایران او پاکستان کې ۷ میلیونه او ۷۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا یو میلیون او ۶۰۰ زره یې له ۲۰۲۱ وروسته دغو هیوادونو ته کډوال شوي دي.