ترکي ځواکونو ۴۸ تنه داعش ډلې سره د تړاو په تور نیولي

د ترکیې امنیتي ځواکونه

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وايي، ۴۸ کسان له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د ارتباط او د استانبول پر یوه کلیسا د جنورۍ میاشتې د حملې په تړاو نیول شوي دي.

علي یرلیکایا پرون شنبه په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، دغه مشکوک کسان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۲۸مه د استانبول پر سانټا ماریا کاتولیک کلیسا په حمله کې د اسلامي دولت ډلې د دوو وسلوالو په ډزو یو ترک وګړی وژل شوی و.