تاجکستان په دوشنبه کې د اوکراین سفارت لخوا د داعش ډلې لپاره د فعالیت ادعا رد کړه

د تاجکستان بیرغ

تاجکستان، د روسیې د یوه لوړرتبه چارواکي هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې وو په دوشنبه کې د اوکراین سفارت د تاجکستان وګړي د روسیې خلاف جګړه کې د اجیرو سرتېرو په توګه ګماري.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شاهین صمدي پرون ویلي، د روسیې د دې لوړ رتبه چارواکي دا بیان کوم اساس نه لري.

د روسیې د امنیتي شورا منشي نیکولای پاتریشیف تېره چهارشنبه د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي وو چې مسکو ته نږدې د کنسرټونو پر سالون په حمله کې د اوکراین د ځانګړو خدماتو اداره لاس لري.

هغه دا هم ویلي وو چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د اوکراین سفارت د روسیې خلاف د جګړې لپاره د تاجکستان وګړي د جنګیاليو په توګه ګماري.

اوکراین ویلي په روسیه کې د کنسرټونو پر سالون په حمله کې چې تر ۱۴۴ زیات کسان یې په نتیجه کې ووژل شول او مسوولیت یې د اسلامي دولت یا داعش ومانه، لاس نه لري.