د ایران له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکیو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

د افغانستان - ایران پوله

د ایران د ګمرکونو یو چارواکی وایي، تېر لمریز کال افغانستان ته د ډول- ډول مالونو د ټرانزیت اندازه درې برابره زیاته وه.

د خراسان جنوبي ولایت د ګمرکونو عمومي مدیر محمد کوهګرد پرون شنبه ویلي، تېر کال افغانستان ته د یو ملیارد ۱۲۵ ملیون او ۳۷۸ زره ډالرو په ارزښت مالونه ټرانزیت شوي چې د وړم کال په نسبت درې برابره زیاتوالی ښيي.

هغه ویلي په دغو مالونو کې خوراکي توکي او نور لوازم شامل دي چې د ترکیې، متحده عرب اماراتو، روسیې، اندونیزیا او ویټنام له هېوادونو د ایران د ماهیرود ګمرک له لارې افغانستان ته ټرانزیت شوي دي.

له کله چې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې ستونزې زیاتې شوي، زیات سوداګر اوس خپل مالونه د ایران د بندرونو له لارې افغانستان ته واردوي.