په زرګونو ایرانیانو د یوه جګپوړي قوماندان د خاورو ته سپارلو مراسمو کې برخه واخیسته

په سوریه کې د وژل شویو ایراني پوځيانو د جنازې له مراسمو یو انځور

په زرګونو ایرانیانو نن د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د یوه جګپوړي قوماندان د خاورو ته سپارلو په مراسمو کې برخه واخیسته.

برید جنرال محمد زاهدي له هغو اوو ایراني افسرانو څخه یو تن دی چې پنځه ورځې مخکې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د هوایي برید پرمهال ووژل شو.

ډېر باور دا دی چې دا حمله اسراییل کړې، خو اسرییل تر اوسه رسماً د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د ایران مذهبي مشر د اسراییل پر ضد د دې حملې د غچ اخیستو خبره کړې او واشنګټن ایران ته خبرداری ورکړی چې پر امریکایانو او امریکایي تاسیساتو د برید لپاره دې له پلمو لاس واخلي.