رسنۍ: ایراني ځواکونو د داعش ډلې درې مشکوک غړي نیولي

د داعش بیرغ

ایراني رسنیو نن د داعش د درېیو تنو مشکوکو غړیو د نیولو خبر ورکړ.

پولیس وایي چې دې کسانو د اختر په ورځو کې په ایران کې د بریدونو پلان درلود.

پولیس وایي چې د تهران په شمال کې د کرج په سیمه کې له نښتې وروسته د محمد ذاکر په نوم یو تن چې په رامش مشهوره دی او د داعش له مشرانو څخه دی له دوو تنو نورو سره ونیول شو.

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې دا کسان څه وخت نیول شوي او د کوم ځای دي، بهرنیان دي که ایرانیان.

داعش ډلې د جنوري په میاشت کې د ایران په کرمان ښار کې د دوو چاودنو مسوولیت منلی و چې نژدې سل کسان په‌کې وژل شوي وو او په لسګونو نور په‌کې ژوبل شوي وو.