امریکا ایران ته: منځني ختیځ کې پر امریکايي پوځيانو برید ونه کړئ

د ایران او امریکا بیرغونه

د امریکا متحد ایالتونو ایران ته خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د امریکا پر پوځیانو او اډو برید ونه کړي.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې تهران د اپرېل د لومړۍ نېټې د برید د غچ اخیستلو لپاره پلان جوړوي.

د اپرېل په لومړۍ نېټه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران اووه پوځي افسران ووژل شول او شک دا دی چې دا حمله اسراییل کړې ده.

د ایران د لوی درستیز مرسیتال محمد جمشیدي د واشنګټن د دې خبرې په ځواب کې پرون په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې ولیکل چې هېواد یې واشنګټن ته په یوه لیک کې دا پيغام استولی چې له اسراییل څخه لرې اوسي که‌نه زیان به ورواوړي.

ازادې اروپا/ازادي راډیو د ایران د غوښتنې په اړه د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت نظر وغوښت. د دې وزارت یوه ویاند په لیکنې بڼې ازادي راډیو ته ویلي چې واشنګټن له ایرانه پوښتنه نه ده کړې، ایران ته یې خبرداری ورکړی چې پر امریکایانو او د امریکا پر تاسیساتو د برید لپاره دې له پلمو لاس واخلي.