د طالبانو مشر: امنیت په دې نه راځي چې سختي وشي او ډېر مړي وشي

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب عکس

د طالبانو مشر د کوچیني اختر د رارسېدو په مناسبت په یوه پيغام کې خپلو پلویانو ته لارښوونه کړې چې له خلکو سره نرم چلند وکړي.

ملا هبت الله اخندزاده په دې پيغام کې چې د خواله رسنیو له لارې یې خپور کړی، ویلي چې امنیت په دې نه راځي چې سختي وشي او ډېر مړي وشي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په شمول د بشري حقونو یو شمېر موسسو راپور وکړ چې د طالبانو د حکومت مسوولانو له خپلو مخالفانو سره ناسم چلند کوي او هغوی په زندانونو کې شکنجه کوي.

د طالبانو مشر په یوه بل فرمان کې د کوچیني اختر د رارسېدو په مناسبت د کابل له پلچرخي زندان څخه د څلور سوه شپږ بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی چې په دوی کې درې سوه اته دېرش ښځې، څلوېښت نارینه او اته ویشت ماشومان دي.

د دې زندانیانو د جرمونو په اړه څه نه دې ویل شوي.