غور او زابل کې ترافیکي پېښې؛ لږترلږه دوه تنه مړه او ۸ نور ټپیان شوي

ارشیف

په غور او زابل ولایتونو کې په دوو ترافیکي پېښو کې لږترلږه دوه تنه مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي.

په زابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون جمعه په شاجوی ولسوالي کې د کابل-کندهار پر لویه لار د دوو موټرو په ټکر کې ۲ تنه مړه او ۴ ژوبل شول.

له دې پېښې سره په یوه ورځ په غور کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د غور د مرکز فیروزکوه په ختیځه برخه کې د یوه موټر د چپه کېدو له کبله ۲ مېرمنې او دوه نارینه ټپیان شول.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې ډېرې کېږي او د اکثرو علت د موټرچلوونکو بې احتیاطي او د لارو خرابوالی ښودل کېږي.