د اسراییل پوځ خپل دوه افسران له دندو شړلي او لوړ رتبه قوماندانان یې ملامته کړي

په غزه کې اسراییلي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د اسراییل پوځ وايي، د هغې جدي اشتباه له کبله چې یې په غزه کې د اوو مرستندویو کارکوونکو د وژلو سبب شوه، خپل دوه افسران له دندو وشړل او لوړ رتبه قوماندانان یې ملامت کړل.

د هغې پېښې په اړه د څېړنو نتیجه نن جمعه اعلان شوه.

له څو ورځو د اسراییل د بې پېلوټه الوتکو پر هغې حملې انتقادونه کېدل چې په نتیجه کې یې تېره دوشنبه د نړیوال پخلنځي په نوم د یوه خیریه بنسټ درې موټرونه وویشتل او اووه تنه کارکوونکي یې ووژل.

د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی په اشتباه فکر کاوه چې دا موټرونه د حماس ډلې د جنګیالیو دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني تماس کې دا حمله د نه منلو وړ بللې ده.