ارزګان کې د یوه روغتیايي مرکز پر سر شخړه؛ درې کسان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولایت موقعیت

د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز پر سر په شخړه کې د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال روزګاني نن ازادي راډیو ته وویل شخړه پرون د چهارچینو ولسوالۍ په مرکز کې د تګاب نومي روغتیايي مرکز د ډاکترانو د قراردادونو پر سر شوې ده.

په سیمه کې عیني شاهدانو هم ازادي راډیو ته وویل، پېښه هغه وخت وشوه، د سیمې ځینو اوسېدونکو غوښتل چې د تګاب په نوم د روغتیايي مرکز د اوسنیو ډاکترانو قراردادونه تمدید کړي، خو پاتې نورو کسانو له دې سره مخالفت کاوه او په نتیجه کې يې د مرکز ساتونکي پر خلکو ډزې کړي او دا مرګ ژوبله اوښتې ده.

شاهدانو زياته کړې چې د روغتیايي مرکز ودانۍ د یوه ساتونکي وه او په کرايه يې ورته ورکړې وه.

د طالبانو چارواکي وايي چې د ډزو عامل نيول شوی دی.

دا معلومه نه ده چې مرګ ژوبله چا ته اوښتې ده.