اسراییل د غزې شمال ته د مرستو رسېدو لپاره لارې د لنډ وخت لپاره پرانېزي

د غزې شمال یوه څنډه چې جګړه په کې روانه ده

اسراییل نن جمعه اعلان وکړ چې د غزې شمال ته به چې قحطۍ ځپلی، د مرستو رسېدو لپاره لارې د لنډ وخت لپاره پرانېزي.

تر دې څو ساعته مخکې د امریکا متحدو ایالتونو د حماس د افراطي وسله‌والو خلاف د اسراییل د جګړې په تړاو د خپلې پالیسۍ د سخت بدلون خبرداری ورکړ.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د پنج شنبې په ورځ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په نیم ساعته ټلیفوني خبرو کې وویل، د اسراییل په اړه د واشنګټن پالیسي د ملکیانو او په غزه کې بشري مرستندویانو پر خوندیتوب متکي وه، دا د واشنګټن د پوځي ملاتړ په شرایطو کې احتمالي بدلون ته لومړۍ اشاره ګڼل کېږي.

اسراییل د تېرې شپې په نیمايي کې اعلان وکړ چې اسراییل به د فلسطینیانو دغه ساحلي قلمرو ته د مرستو لارې د لنډ وخت لپاره پرانېزي.

غزې تړانګه له نږدې شپږو میاشتو راهیسې د اسراییل له خوا کلابنده ده.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت ویلي، د اسراییل په پوځي عملیاتو کې له ۳۳زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.