امریکا د متحده عربي اماراتو د بېړۍ چلونې پر یوه شرکت بندیز ولګاوه

د امریکا خزانې وزارت

امریکا پرون پنجشنبې د متحده عربي اماراتو د بېړۍ چلونې پر یوه شرکت د ایران په تړاو بندیز ولګاوه.

د امریکا د خزانې وزارت وايي، د متحده عربي اماراتو پر (اوشن لینک مري ټایم ډي ایم سي سي) شرکت یې په دې خاطر بندیز لګولی چې د ایران پوځ ته یې مالونه وړي دي.

دغه وزارت همداراز ویلي چې امریکا هڅه کوي په مالي تحریمونو ایران منزوي کړي او په اوکراین کې د روسیې د جګړې د ملاتړ او د نیابتي ډلو د مالي ملاتړ وړتیا یې کمزورې کړي.