طالبان: پاکستان باید د کډوالو د ایستلو په اړه هره پرېکړه له مونږ سره په تفاهم وکړي

له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې

د طالبانو یوه چارواکي له پاکستانه وغوښتل چې د کډوالو د ایستلوپه اړه هر راز پرېکړه باید له دوی سره په تفاهم وکړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد دا غوښتنه پرون په کابل کې د پاکستان د سفیر له مرستیال او شارژدافېر جنید وزیري سره په کتنه کې وکړه.

د طالبانو د کډوالواو بېرته راستنېدونکو چارووزارت له خبرپاڼې سره سم، راشد د پاکستاني ډیپلومات ته وویل، د کډوالو موضوع دوه اړخیزه موضوع ده او په دې اړه پرېکړې هم باید د دواړو هېوادونو په تفاهم سره وشي او د یوه ګډ میکانیزم تر رامنځته کولو پورې دوی ونه ځورول شي.

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان د نوومبر له میاشتې څخه تراوسه پورې ۵۳۵ زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي او پرېکړه یې کړې چې له کمکي اختره وروسته د کډوالو د ایستلو په دوهم پړاو کې کارت لرونکي کډوال هم وباسي.