ایراني ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ جګړه؛ له دواړو لوریو تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي

ارشیف

د ایران په جنوب کې د ایران د امنیتي ځواکونو او افراطي وسله‌والو ترمنځ په جګړه کې له دواړو لوریو تر شلو زیات کسان وژل شوي دي.

په سیستان و بلوچستان ولایت کې دغه جګړه د ایران د دولتي ځواکونو او د جیش العدل په نوم د ډلې د وسله‌والو ترمنځ شوې چې ایران او د امریکا په ګډون یې ګڼ غربي هېوادونه تروریستي سازمان ګڼي.

د ایران امنیتي ځواکونو ویلي، دغې جګړې ۱۴ ساعته دوام وکړ چې په نتیجه کې یې ۱۱ دولتي پوځیان او ۱۸ افراطي وسله‌وال وژل شوي دي.

دغه مرګ ژوبله په رسک، سرباز او چابهار کې پېښه شوې ده.